نړیوال کریکټ

د ویرات کوهلي لور خوشبخته ده او که بدخبته: دې لیکنه کې یې ولولئ

دهمدې جنورۍ میاشت په یوولسمه د هندوستان د نوموتې جوړې ویرات کوهلي او انوشکا شرما لور پیدا شوه، کوهلي د هندوستان او بیا د نړۍ مشهور کریکټر دی او انوشکا د بالیووډ سینما نوموتې ادا کاره ده، دواړه شاوخوا درې کاله وړاندې واده کړی او دادی اوس یې لومړی ماشوم وزیږید، کوهلي او انوشکا دواړه خپلې دغې لور ته خوشحاله دي.

خو خبره داده چې کوهلي ته هغه لور قسمتي نه شوه، ځکه چې کوهلي د ای سي سي د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې وروسته راغی، ویرات کوهلي په ټیسټ سیالیو کې دوهم مقام له ځانه سره درلوده، خو اوس دده ځای اسټرالیاوي سټیو سمیټ نیولی سمیټ له کوهلي څخه ۳۰ نمرې مخکې دی، په دغه نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د نیوزیلینډ لوبډلې کپتان کین ویلیمسون لومړی، سټیو سمیټ دوهم او ویرات کوهلي دریم ځای خپل کړی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې