افغانستان کریکټ

د افغان لوبډلې پر وړاندې بد خبر رانږدې کیدونکی دی

افغان ملي لوبډله چې اوس په اماراتو کې ده، د ایرلینډ سره د لوبو لپاره په تمریناتو بوخته، ټول لوبغاړي او د کریکټ مینه وال دغه لوبو ته ډير په تمه دي، ځکه ډیره موده وشوه افغان ملي لوبډلې هیڅ کوم هېواد سره لوبه نه ده، ویل کیږي چې دا لوبې به د جنورۍ په ۲۱ مه پیل شي.

مګر دلته د لوبو له پیل وړاندې یو ستر خنډ معلومیږي او شاید د افغان ملي لوبډلې لوبې هم له ځنډ سره مخامخ کړي، هغه دا چې پرون د ایرلینډ او اماراتو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ دوه ورځې نوره هم وځنډیده، دا سیالۍ د کرونا له وجې ځنډیدلې ځکه د اماراتو لوبډلې یو بل لوبغاړي هم د کرونا مثبته ازموینه ورکړې، نو دې حالاتو ته په کتو شاید د افغان او ایرلینډ په لوبو هم تاثیر وکړي او دا لوبې وځنډوي.
که دا لوبې ځنډیږي یا د کرونا د زیاتوالي له وجې لغوه کیږي نو ښکاره خبره ده چې دا یو بد خبر دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې