افغانستان کریکټ

د افغانستان ملې لوبډلې تمرینات لاهم دوام لري

افغان لوبغاړو د ایرلنډ پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه نن هم د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې تمرینات ترسره کړل.

افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ په وړاندې راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو ته خپله ۱۶ کسیزه لوبډله څو ورځې وړاندې اعلان کړه، چې درې ورځې وړاندې یې بیا متحده عربي اماراتو کې تمرینونه پیل کړل.

اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کړي.

 ملي لوبډله به د کاردان د اتلولۍ جام د لوبلړۍ خپله لومړنۍ لوبه د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې