لیګونه

بیګ باش لیګ: نن ددې لیګ مخکښې لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي

د بیګ باش لیګ ۳۸ مه لوبه نن د کنبیررا په په ستډیو کې ۱۲:۴۵ دقیقې ترسره کیږي، دا لوبه به د سیډني تونډر او سیډني سکسزرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دا دواړه هغه لوبډلې دي چې کوم افغان لوبغاړی پکې نشته، سیډني تونډر د کالم فرګوسن تر کپتانۍ او سیډني سکسزرز له مویسیس هنريکویز تر کپتانسۍ لاندې لوبې کوي.

سیډني تونډر لوبډلې له دې لوبې مخکې ۹ لوبې کړي شپږ یې ګټلي او درې یې بیللي د ۲۳ نمرو په درلودلو سره دوهمه مخکښه لوبډله ده، خو سیډني سکسزرز بیا ۹ لوبې کړي شپږ یې ګتلي درې یې بیللي د ۲۵ نمرو په درلودلو سره لومړۍ او تر ټولو مخکښه لوبډله ده.
د یادونې ده چې ددې سیالیو په جریان کې پرون سکارچرز لوبډلې هوبارټ هوریکانز ته ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې