افغانستان کریکټ

افغان ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د چمتوالي لپاره شیخ زید سټډیوم کې تمرینات کوي

افغان لوبډله چې څو ورځې وړاندې اماراتو ته رسیدلې د لنډ قرنطین وروسته یې خپل تمرینات پیل کړل او دابوظبۍ په شیخ زاید سټډیو کې یې تمرینات وکړل، افغان لوبډله له ایرلینډ لوبډلې سره درې پنځوس اوریزې لوبې لري چې د جنورۍ په یوویشتمه پیلیږي.

دا لوبې د کاردان د اتلولې جام تر نوم لاندې ترسره کیږي او د ملي تلویزیون څخه به نشریږي، دې لوبو ته کریکټ بورډ د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې.
د یادونې ده چې افغان لوبډله به له دې وروسته له هندوستان، زمبابوی، پاکستان، سریلانکا او یو شمیر نورو لوبډلو سره هم لوبې ولري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې