افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان کرکټ بورډ : مونږ به د راتلونکو ټول سیریزونه کوربتوب په عمان کې وکړو

د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو لپاره ښه خبر بیا دادی چې د کرکټ نړیوالې شورا د عمان لوبغالی په رسمیت وپيژند او د کرکټ نړیوالې لوبډلې کولای شي خپل سیریزونه پکې ترسره کړي، د افغانستان کرکټ بورډ د یاد لوبغالي په پرانیستلو خوښې ښودلي او ویلي دي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له دې وروسته د زیمبابوې سره راتلونکی سیریز په عمان هیواد کې ترسره کړي، د کریک بز سره په مرکه کې د بورډ غړو زیاته کړې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې به مخکې په هندوستان کې په خپل کوربتوب سیالۍ ترسره کولي خو له دې وروسته به په عمان کې راتلونکې سیریزونه ترسره کړي،


رییس احمدزي په خپلو خبرو کې ویلي، عمان هیواد د کرونا پروړاندې جدي مبارزه کړې او د نورو هیوادونو په توپیر یې پيښې په هیواد کې کمې لیدل کیږي نو پرهمدې خاطر به مونږ د هند پرځای عمان انتخاب کړو، د یادولو ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د فیبروۍ په میاشت کې د زیمبابوې سره دوه ټیسټ او درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي خو یوه ویره داده چې زیمبابوې د کرونا د شدید والي له امله په ټول هیواد کې لاک ډون لګولی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې