دلوبغاړو په اړه

که دا لیکنه ولولئ پوه به شئ چې راشد خان بیګ باش کې څه کړي

راشد خان د افغان لوبډلې مشهور سلو توپ اچوونکی دی، چې د ملي لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په لویو او مشهورو تجارتي لیګونو کې هم لوبیږي، نوموړي پرون په بیګ باش سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او دوه ویکټې یې واخستې، خو که له دې خبر نه استئ چې راشد په بیګ باش سیالیو کې نور څه کړي دا لاندې لیکنه ولولئ.

له کله چې راشد خان په بیګ باش سیالیو کې اخستل شوی تراوسه نوموړی په پنځوس اننګزونو کې لوبیدلی دی ۱۲۵۷ منډې یې ورکړي دي او ټولې یې ۷۲ ویکټې ترلاسه کړي دي، دې سیالیو کې یې تر ټولو غوره توپ اچونه یوځل کړې چې د ۲۲ منډو په ورکولوسره یې څلور مهم لوبغاړي سوځولي و.
همداراز په ۳۵ اننګزونو کې توپ وهنه هم کړې چې ۳۱۴ منډې یې جوړې کړې دي، شل شپږیزې او ۲۳ څلوریزې یې هم وهلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې