دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندۍ لوبډله د سیریز وروستۍ لوبه کې د لوبغاړو د کمښت سره لاس او ګریوان ده

په پام کې ده چې استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه خپله وروستۍ څلورمه ټیسټ لوبه په بریسبین لوبغالي کې ترسره کړي، د وروستیو معلوماتو له مخې مېلمه هندوستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د لوبغاړو د کمښت سره مخ ده، هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په مسلسل ډول خپل غوره لوبغاړي د زخمي کیدو وروسته له لاسه ورکړل، په یو تازه راپور کې راغلي چې د محمد شعمي وروسته، اومیش یاداپ، کیل راهول، رویندرا جدیجا، جیسپریت بومرا، روي چندر اشوین او ممکن اوهاري هم په وروستۍ سیالۍ کې د هندوستان په ګټه ونه لوبیږي، تراوسه استرالیا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بریا ترلاسه کړې دوهمه لوبه د هندوستان په ګټه درېمه لوبه مساوي او څلورمه لوبه به درې ورځي وروسته ترسره کیږي چې دواړه لوبډلې به یې د ګټلو کوښښ وکړي.


یاده دې وي چې پرون په یو بیان کې د اشوین میرمنې ویلي و، کله چې اشوین د شپې ویده کیده نو ملا یې نه شوه سیده کولای او کله چې سهار د خوبه پاسیده بیا یې هم ملا نشوه سیده کولای زه د هغې دې مینې چې کرکټ سره یې لري حیرانه کړم،

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې