دلوبغاړو په اړه

مجیب الرحمن بیګ باش لیګ له غوره توپ اچونې سره سره په نیمه کې پریږدي

ټاکل شوې نن چې د جنوري په دولسمه افغان سلو توپ اچوونکی مجیب الرحمن هم له ملي لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره اماراتو ته راشي، محمد نبي عیسی خیل له لوبډلې سره یوځای شوی او راشد به هم ډیر ژر یوځای شي خو درې واړو افغان لوبغاړو دې لیګ کې بریالي سفرونه درلودل او په بریا سره به راستانه شي.

مجیب الرحمن دې لږ کې د توپ اچونې تر ټولو غوره ریکارډ پريښود چې غوره توپ اچوونکو کې تراوسه لومړي مقام کې دی نوموړي په یوه سیالۍ کې د پنځلس منډو په ورکولو سره پنځه مهم لوبغاړي وسوځول چې دا ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړی له ده وروسته بل لوبغاړي پي سیډلي هم یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځول خو نوموړي د شپاړلس منډو په ورکولو سره دا ریکارډ ثبت کړی دی همداراز درې نورو لوبغاړو هم ښه توپ اچونه کړې چې څلور څلور لوبغاړي یې سوځولي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې