دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټيوسمیت له ویرات کوهلی څخه دوهم ځای خپل کړ

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د ټیسټ لوبو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي توپوهونکی سټیوسمیت د هند له ویرات کوهلی څخه یو قدم مخکي تګ کړی.

سټیوسمیت په یاد جدول کې د ۹۰۰ نمرو په خپلولو سره په دوهم ځای کې شتون لري، تر دې مخکې په دوهم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلی شتون درلود.

د دې ترڅنګ د یاد جدول په سر کې بیا د نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر کین ویلمسن ځای لري.

ویلمسن د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندي کې د ۹۱۹ نمرو په درلودلو سره لومړی، سټیوسمیت د ۹۰۰ نمرو په درلودلو سره په دوهم، ویرات کوهلی د ۸۷۰ نمرو په درلودلو سره د جدول په دریېمه ځای کې، لبس چینج بیا د ۸۶۶ نمرو په درلودلو سره څلورم او بابر اعظم د ۷۸۱ نمرو په خپلولو سره د جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

د یادونی ده، چې په دې لیست کې بین سټوکس هم یو قدم مخکې تګ کړی او له اجی کرهانی څخه یې اووم ځای نیولی، د دې ترڅنګ فوجارا اتم ځای ته، هینری نیکولاس نهم ځای ته او ډيویډ وارنر لس ځای ته کښته شوی.

دا په داسی حال کې ده چې د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ دریېمه ټیسټ لوبه مساوی پای ته ورسېده او د یادې لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی سټیوسمیت وټاکل شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې