دلوبغاړو په اړه

راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې پر اخیستو خوښي څرګنده کړې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی راشد خان وایې خوښ یم چې د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبېږم.

هغه پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې لوبېدل به ورته لویه تجربه وي.

هغه لیکلي:

‹‹زه ډېر خوښ یم چې سږ کال د پاکستان په سوپر لیګ کې برخه اخلم او د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږم. زما لپاره به د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبېدل یوه بېله تجربه وي. د یو ښه پړاو په هیله یم. ډېر ژر به سره ووینو لاهور قلندرز لوبډلې.››

د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم د تیري یکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.

اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې