نړیوال کریکټ

د اماراتو او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ نن ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د عربي متحده اماراتو او ایرلینډ لوبډلې ترمنځ څلور یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي، ددې سیالیو لومړۍ لوبه متحده اماراتو لوبډلې له ایرلینډ څخه ګټلي ده او دوهمه سیالۍ یې نن د جنوري په دولسمه په شیخ ذاهد ستډیوم کې ترسره کیږي، د جدول له مخې دغه لوبه د جنورۍ په لسمه ترسره کیده خو د اماراتو د لوبغاړو په کرونا د اخته کیدو له وجې دولسمې نیټې ته وځنډیده.

د اماراتو د لوبډلې درې غړو د کرونا مثبته ازموینه ورکړې وه له هغې وجې د اماراتو کریکټ بورډ د تولو لوبغاړو معاینات وکړل ترڅو یې نور لوبغاړي پرې نه وي اخته شوي له همدې وجې دغه لوبه دوه ورځې وځنډیده او نن به ترسره شي، تیره سیالۍ کې ایرلینډ لوبډلې اماراتو ته ۲۷۰ منډې هدف ټاکلی و خو د رضوان او محمد عثمان غبرګو سلیزو ایرلینډۍ لوبډله ماته کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې