دلوبغاړو په اړه

بیګ باش لیګ کې راشد خان پرون خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه

افغان لوبغاړی راشد خان چې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د اډلایډ سټرایکرز په ګټه لوبیده پرون یې دغه لوبډله یوازې پرېښوده او د افغان ملي لوبډلې سره د یوځای کیدو او لوبو کولو لپاره به اماراتو ته راځي ترڅو له ایرلینډ لوبډلې سره دریو یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلې غړی وګرځي، دا لوبې د جنورۍ په ۲۱ مه شروع کیږي چې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې به مخ ته ځي.
راشد خان پرون په خپله وروستۍ لوبه کې دوه همم لوبغاړي اوټ کړل او په دې سره یې د بیګ باش سږنی سفر پایته وروسوه، د بیګ باش کومنټیټرانو دې وروستۍ لوبه کې د راشد ډیره ستاینه وکړه او وې ویل چې موږ به راشد پسې ډير خفه شو ځکه هغه موږ یواځې پریږدي او له خپلې لوبډلې سره یوځای کیږي.
د یادونې ده چې د راشد خان سره محمد نبي عیسی خیل او مجیب الرحمن هم د خپلې لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره اماراتو ته راغلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې