لیګونه

بیګ باش لیګ: سکارچرز له هوبارټ هوریکانز لوبه وګتله

د بیګ باش لیګ ۳۷مه سیالۍ نن د پیرت سکارچرز او هوبارټ هوریکانز ترمنځ ترسره شوه، دغه لوبه سکارچرز لوبډلې په ۹ ویکټو وګټله دا د سکارچرز لوبډلې لپاره پنځمه بریا وه چې په نننۍ سیالۍ کې یې خپله کړه، دې لوبه کې هوبارټ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه د ارچي شارټ د ۵۴، ټایم ډیویډ ۳۱ او د کولن انګرام د ۱۸ منډو پرمټ یې ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

دوهم اننګز کې جیسن رای ۷۴ او لیام لیوینګسټون ۵۴ منډې جوړې کړې چې هدف یې په اسانۍ سره پوره کړ، دې سیالۍ کې ریچاردسن، جیسن او فواد احمد یوه یوه خو ائرون هارډي د سکارچرز لپاره دوه ویکتې واخستې، مګر د هوبارټ لپاره سکاټ بولینډ یوازې یوه ویکټه واخسته

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې