لیګونه

بیګ باش لیګ: سکارچرز او هوبارټ هوریکانز د یو بل پر وړاندې لوبه کوي

د بیګ باش لیګ په ۳۷ مه لوبه کې نن پیرت سکارچرز او هوبارټ هوریکانز د یو بل سره مخامخ کیږي او خپل بخت ازمایي دا لوبه په ۱۲:۴۵ پیل کیږي، دې لوبو کې هوبارټ هوریکانز له دې مخکې ۹ لوبې کړي پنځه یې ګټلي او څلور یې بیللي دي د ۱۹ نمرو په درلودلو سره د جدول څلورمه مخکښه لوبډله ده چې نن به خپله لسمه سیالۍ ترسره کړي.

سکارچرز لوبډله بیا نن خپله نهمه لوبه ترسره کوي ځکه له دې مخکې یې ۸ لوبې کړي څلور یې ګټلي او درې یې بیللي چې چې د شپاړلس نمرو په درلودلو سره پنځم مقام لروونکې لوبډله ده.
د یادونې ده چې بیګ باش سیالیو کې یو شمیر افغان لوبغاړي هم لوبیدل چې راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن له خپلې لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره اماراتو ته راغلل او بیګ باش لیګ یې پریښود.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې