افغانستان کریکټ

کاردان پوهنتون د ایرلینډ او افغانستان دلوبو مالي ملاتړ کوي

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ روانه جنورۍ میاشت درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي چې دغو سیالیو ته له وړاندې دواړو لوبډلو نوملړ اعلان کړی او د جنورۍ په ۲۱ مه به پیل شي، ملي تلویزیون ددغو سیالیو د نشر جواز له وړاندې ترلاسه کړی دی او دا لوبې به د ملي تلویزیون څپه نشریږي.

خو اوس تازه د افغانستان کریکت بورډ وایي چې ددې لوبو مالي ملاتړ به د کاردان پوهنتون کوي کریکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې “کاردان پوهنتون د ايرلنډ پر وړاندې د دريو سياليو د‌ عنوان د مالي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ، دغه تړون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایيوي مشر رحمت الله قریشي او د کاردان پوهنتون اجراییوي مشر میرویس نهضت ترمنځ لاسلیک شو”
د یادونې ده چې له ایرلینډ وروسته افغانستان له نورو لوبډلو سره هم ددې کال په جریان کې لوبې لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې