دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان هیواد ته د لومړي ځل لپاره یوه بهرنۍ ښځينه لوبډله د سیالیو لپاره سفر راکوي

د ترلاسه شوو معلوماتو پراساس انګلستان کرکټ ښځېنه لوبډله به د اکتوبر میاشتې په منځنۍ برخه کې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره رسمي لوبې په پاکستان کې ترسره کړي، دواړو بورډونو په یادو سیالیو د زړه خوښې ښودلي او پاکستان کرکټ بورډ بیا په یوه خپره کړی اعلامیه کې ویلي، مونږ په دې سیالیو د زړه خوشاله یو دا به زمونږ لپاره یو تاریخې خبر وي چې انګلستان کرکټ ښځېنه لوبډله پاکستان هیودا ته د لومړي ځل لپاره راستنیږي.


یاده دې وي چې دا سیالۍ د ۲۰۲۱ م کال په وروستیو میاشتو کې ترسره کیږي دې سیریز کې دوه شل اوریز او درې پنځوس اوریزې لوبې شاملې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې