لیګونه

د پاکستان سوپر لیګ څلور پړاوه دننه په پاکستان کې نه دي ترسره شوي

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اس ایل چې د پاکستان هېواد تجارتي سیالۍ دي، د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي، دا ځل به مکملې ټولې لوبې دننه په پاکستان کې ترسره شي، د پاکستان پر میدانونو د نړیوال کریکټ بیا پیل ددغه هېواد کریکټ له ډیرو هڅو وروسته وشو، له ۲۰۰۹ کال راوروسته آن تر ۲۰۱۹ کال په پاکستان کې دننه نړیوالو لوبو ته ټیمونه نه راتلل، ځکه دا هر څه د یوې پیښې له امله و.
په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر ټیم له حملې وروسته بهرنیو لوبډلو پاکستان ته ورتګ پرې ایښې وو. په هغه برید کې اته کسان وژل شوي او د سريلنکا د څو تکړه لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر کسان ژوبل شوي ول، له بريد وروسته د پاکستان او نورو لوبډلو لوبې په متحده عرب امارات اونورو هیوادونو کې کیدلې خو قرار قرار دادی یو ځل بیا د پاکستان پر ځمکه نړیوال کریکټ پیل شو.
چې دا ځل به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ددې هېواد سوپر لیګ ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې