لیګونه

د پاکستان د سوپر لیګ اړوند مکمل معلومات دلته ولولئ

پاکستان سوپر لیګ د پاکستان هېواد تجارتي سیالۍ دي چې کورني او بهرني لوبغاړي په کې لوبیږي، دغه سوپر لیګ د پاکستان د کریکت بورډ له لوري جوړ شوی او هر کال د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي، لکه څنګه چې د نړۍ نور تجارتي لیګونه کیږي ای پي ایل، بیګ باش، کارابین، لنکا او همداسې د نورو هېوادونو په څېر.
د پاکستان سوپر لیګ لومړی ځل د پاکستان د کریکټ بورډ له لوري په ۲۰۱۵ کال کې تأسیس شوی جوړ شوی او دا ځل یې شپږم پړاو په پاکستان کې ترسره کیږي دغه لیګ د پي اس ایل په نوم مشهور دی چې دغه پړاو یې د پي اس ایل۶ په نوم هم یادیږي، په دې لیګ کې شپږ لوبډلې برخه لري چې اسلام اباد یونایټ، کراچي کینګز، لاهور قلندز، ملتان سلطان، پېښور زلمي او کویټه ګلیډیټورز.
د یادونې ده چې دغه لیګ پرون د لوبغاړو بولي ترسره شوه چې یو شمیر افغان لوبغاړي هم په کې اخستل شوي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې