نړیوال کریکټ

د ویرات کوهلي او انوشکا لور پیدا شوه

د هندوستان د نوموتې جوړې ویرات کوهلي او انوشکا شرما لور پیدا شوه، د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر ویرات کوهلي پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې موږ درې تنه شولو زه غواړم تاسو سره شریک کړم چې زموږ لور پیدا شوه، موږ ستاسو له مینې مننه کوو، انوشکا او دهغې ماشوم دواړه ښه دي او موږ ډیر خوښ یو او غواړو همیش خوشحاله ژوند تیر کړو.
دغې جوړې درې کاله وړاندې واده کړی او د هندوستان تر ټولو مشهوره جوړه بلل کیږي، چې ددوی مینه والو هم غوښتل چې د کوهلي او انوشکا لور پیدا شي دادی ددوی د مینه والو هیله هم پوره شوه او درې کاله وروسته ددوی لومړی ماشوم وزیږد او جوړه یې ماته شوه درې تنه شول.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې