افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د راشد ارمان کامیاب سفر د آدیلایډ لوبډلې سره پای ته ورسید، نن یې د بهترینه توپ اچونې پرمټ خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن د اډیلایډ سټریکرز، او میلبورین سټار لوبډلو ترمنځ ۳۶ لوبه ترسره شوه، دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه میلبورین سټارز لوبډلې وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې یې ۱۴۹ منډې ترلاسه کړي چې په توپ وهنه کې ورته جینتن ویلز ترنور زیاتې ۳۶ منډې جوړي کړي.


د میلبورین ورکړل شوی هدف اډیلایډ سټریکرز لوبډلې د لوبې په ۱۹ لسم اور کې پوره کړ، دې لوبه کې د اډیلایډ لپاره افغان سوکه ګوګلي ماسټر لوبغاړي راشد خان ارمان څلوراورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړي او دوه کلیدي لوبغاړي یې د مخې پورته کړل، یاده دې وي چې د راشد ارمان سفر د اډیلایډ لوبډلې سره پای ته ورسید نوموړی به په نیږدي وختونو کې د استرالیا څخه محتد عربي اماراتو ته راستون شي او د خپلې ملي لوبډلې سره به یوځای شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې