افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرایه رییس : افغان کرکټ بورډ باید لوبغاړو ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې ولوبیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرایه رییس حامد شینواري پرون پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي و، افغانستان کرکټ بورډ باید افغان لوبغاړو ته اجازه ورنکړي چې په راتلونکې پړاو کې د پاکستا په سوپر لیګ سیالیو کې ولوبیږي د دوښمن اقصتاد مه پیاوړی کوئ، دې نظر په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي و د فیسبوک هغه کارکوونکو چې په کرکټ وخت ناوخت تبصرې کوي لیکلي و، کرکټ باید له سیاست سره یوځای نشي افغان کرکټ بورډ باید لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې په پاکستان سوپر لیګ کې ګډون وکړي.


یاده دې وې چې پرون ماښام د پاکستان د پي ایس ایل سیالیو لپاره نیلامي وشوه چې د نړۍ د ګڼ شمیرلوبغاړو په ګډون پکې پنځه افغان لوبغاړي هم واخیستل شو چې پکې راشد خان ارمان، محمد نبي عیسی خيل، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، او قیس احمد شامل لوبغاړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې