دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د استرالیا او هندوستان ترمنځ درېمه ټيسټ لوبه مساوي پای ته ورسیده

د هندوستان او استرالیا ترمنځ درېمه ټيسټ لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده، دې لوبه کې ټاس کوربه لوبډلې استرالیا وګټه او لومړی یې توپ وهنه وکړه، استرالیا په لومړي اننګز کې د سټیو سمیت، د ۱۳۱ منډو پرمټ ۳۳۸ منډې وکړي همداشان بیا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۴ منډې وکړي چې پکې شوبمن ګيل، او پوجارا، نېمه سلیزې جوړي کړي.


استرالیا په دوهمه پاڼۍ کې د مارنوس لبوس شین، د ۷۳، او د کیمرن ګرین، د ۸۴ منډو پرمټ یې د ۶ لوبغاړو په نقصان ۳۱۲ منډې وکړي او د توپ وهنې بلنه یې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه هندوستان کرکټ لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د پنځه لوبغاړو په سوځیدو سره د پنځمې ورځي ترپایه مقابله وکړه اولوبه یې په مساوي ډول پاې ته ورسوله، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ټیسټ سیریز فاینل څلورمه لوبه د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه په بریسبین لوبغالي کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې