لیګونه

ایډلایډ سترایکرز لوبډلې خپله پنځمه بریا هم ترلاسه کړه

د بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې د راشد خان اړوند اډلایډ سترایکرز لوبډلې میلبورن سټارز لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه، لوبه میلبرون لوبډلې پیل کړه په شل اورونو کې یې د اوه لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۹، منډو هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه، د میلبرون لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې سټونس ۴۸، نیک ۱۸، او د نیس مډیسن ترټولو زیاتې ۴۸، منډې جوړي کړي، د سټرایکرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د کرکټ نړیوال او پیاوړي افغان ستوري راشدخان، اګر، ډانیل، دوه دوه او هیري بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم اننګز کې د سټرایکرز لوبډلې توپ وهوونکو سالټ ۳۱، واس ۳۶، او ریان ۲۲، منډې ترلاسه کړې خپله لوبډله یي بریا ته ورسوله دمیلبرون سټارز لپاره ادم زمپا دوه، سام، مکسویل، او حارث یو یو لوبغاړي له مخې پورته کړل خو له خپل ورکړل شوي هدف څخه یي دفاع ونکړه او په نننۍ سیالۍ کې یي پنځمه ماتې وخوړه.
د یادولو وړده چې د همدغو سیالیو په دوام سبا په ۳۷مه لوبه کې پیرت سکاچرز لوبډله له هوبارټ لوبډلې سره سیالې کوي، خو هیڅ کوم افغان لوبغاړي پکې نشته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې