لیګونه

آیا خبر یاست چې څومره افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ ته واخستل شو؟

د پاکستان هېواد سوپر لیګ یا پي اس ایل سیالیو بولي پرون مازیګر د جنورۍ په لسمه ترسره شوه چې لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي وروته واخستل شول، خو له دې که خبر نه یئ چې کوم افغان لوبغاړی د کومو لوبډلو لخوا واخستل شول راځئ دا لیکنه ولولئ.
د پاکستان په سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې پرون ددې لوبډلو مشرانو د ځانونو لپاره لوبغاړي وپیرل یو شمیر لوبډلو افغان لوبغاړي هم واخستل، راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، نوراحمد او قیس احمد هغه لوبغاړي دي چې په پاکستان سوپر لیګ کې اخستل شوي دي.
نور احمد او محمد نبي د کراچۍ کینګز له لوري اخستل شوي، راشد خان د لاهور قلندر له لوري، مجیب الرحمن د پیښور زلمیو له لوري او قیس احمد د کویټې لوبډلې له لوري اخستل شوي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې