دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندۍ لوبډلې ته د توهین وروسته، استرالیا کرکټ بورډ نن په سیالۍ کې ننداره چیانو ته چانس ورنکړ

د استرالیا او هندوستان ترمنځ په دريمه ټیسټ لوبه کې جیسپریت بومرا، او محمد سراج د استرالیایې مینوال د توکمیز چلند سره مخ شو، دا توکمیز چلند وروسته له هغې رامنځ ته شو کله چې محمد سراج او بومرا د بونډرۍ ترا خوا توپ نیونه کوله، دې برخورد د هندي پخواني لوبغاړو توند غبرګونونه راوپارول او همدا د استرالیا کرکټ بورډ هم پر دې چلند ژوره خواشیني وښودله.

استرالیا کرکټ بورډ نن د لوبې په څلورمه ورځ مینوالو ته اجازه ورنکړه چې لوبه له نیږدي ننداره کړي، د استرالیا کرکټ پخوانیو لوبغاړو بیا ویلي مونږ باید د هندي لوبغاړو څخه مننه وکړو چې په دومره سخت وخت کې زمونږ کوربتوب کوي، همدا شان ویراټ کوهلي بیا ویلي، توکمیز توهین د زغم وړ نه دی، زه ډېر وخت د داسي پيښو سره هغه وخت مخ شوی یم کله چې په بونډرۍ کې توپ نیونه کوم، دا ډول سپکاوی باید استرالیا کرکټ بورډ جدي وڅیړي او د دې چلند لرونکو خلکو ته باید سخته سزا اعلان شي، یاده دې وي چې استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په سیډني نړیوال لوبغالي کې په درېمه ټيسټ لوبه بوخت دي استرالیا لوبډلې د ۴۰۳ منډو هدف هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړی تراوسه د ټيسټ سیالیو په لړکې لومړی استرالیا او دوهمه بیا هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله نفه تمام

کړه د وروستیو معلومات له مخې استرالیا کرکټ ملي لوبډله په روانه سیالۍ کې ډېر چانس لري ترڅو دوهمه بریا هم ترلاسه کړي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې