نړیوال کریکټ

د پاکستان سوپر لیګ بولي نن مازيګر څلور بجې تر سره کيږي چې ۳۳ افغان لوبغاړو هم ورته نوم لیکنه کړې

د پاکستان غوره ليګ PSL شپږم پړاو سیالیو لپاره نن مازیګر څلور بجې بولي تر سره کيږي، چې د نورو نړیوالو لوبغاړو تر څنګ دغه بولۍ ته ۳۳ افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمان، راشد خان ارمان، شاهد الله کمال، رحمن الله ګربز، شاپور ځدران، سمیع الله شینواري، عثمان غني، اصغر افغان، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځی، شرف الدین اشرف، عظمت الله عمرزی، قیس احمد، افتاب عالم، نجیب الله ځدران، کریم جنت، حمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، فضل نیازی، وقار سلام خېل، حشمت الله شهیدي، بهیر شاه محبوب، بهار علي شینواری، نور احمد لکڼوال، محمد وسیم، احسان الله احسان، عمر، اسد الله، حاجي مراد مرادي، مسلم موسی، شفیق الله غفاري، دا هغه ۳۳ افغان لوبغاړي دي چې یاد ليګ ته يې نوم لیکنه کړې ده.
یاده دې وي چې د پاکستان غوره ليګ PSL سیالۍ هر کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو لوبغالو کې تر سره کيږي، چې د پاکستاني لوبغاړو تر څنګ د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبيږي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې