لیګونه

بیګ باش لیګ: سیډني سکسزر او بریسبن هیټ ۳۵ مه لوبه ترسره کوي

د بیګ باش په تجارتي لیګ کې نن سیډني سکسزر او بریسبن هیټ یو د بل پر وړاندې لوبیږي دا ددې سیالیو ۳۵ مه لوبه ده چې د کرارا په لوبغالي کې به ترسره شي، بریسبن هیټ د مجیب اړوند لوبډله ده چې تراوسه پکې مجیب الرحمن ډیر ښه ثابت وی دی، دې لوبډلې ۸ لوبې کړي څلور یې ګټلي او څلور یې بیللي د ۱۶ نمرو په لرو سره شپږم ځای لري.

سیډني سکسزر لوبډلې بیا ۸ لوبې کړي پنځه یې ګټلي دي، نن یو ځل بیا دغه دواړه لوبډلې یو د بل پر وړاندې خپل بخت ازمایي، ددې لیګ تر ټولو ورسته پاتې لوبډله میلبرون رینیګارډز” د محمد نبي اړوند لوبډله ده” چې دې افغان لوبغاړي هم تیره ورځ دغه لوبډله په نیمایي کې پریښوده او له افغان لوبډلې سره یوځای شو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې