افغانستان کریکټ

افغان ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو پر ځمکه خپل تمرینات پیل کړل

افغان ملي لوبډله له ایرلینډ سره د دریو یو ورځنیو لوبو د سیریز لپاره متحده عربي اماراتو ته رسیدلې، افغان کریکټ بورډ تازه ددې لوبډلې د لوبغاړو د تمریناتو تازه تصویران خپاره کړي دي او لیدل کیږي چې افغان لوبغاړي د اماراتو په میدانونو کې په تمریناتو بوخت دي.

افغانستان کریکټ بورډ پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي” د ملي لوبډلې لوبغاړو متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته نن خپل تمرينات پيل کړل او د ايرلنډ پر وړاندې د دريو يو ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره د چمتووالي په حال کې دي، يادې درې سيالۍ د‌ روانې جنوري مياشتې په ۲۱، ۲۴ او ۲۶مه نېټو په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د یادونې ده چې افغانستان کریکټ بورډ ددې لوبو لپاره حمید حسن د توپ اچوونکو روزنکی ټاکلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې