افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

په بهرنیو لیګونو کې مصروف لوبغاړي به په لنډ وخت کې د ملي لوبډلې سره یوځای شي

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاتشې په ۲۱، ۲۴، او ۲۶ نېټه د مېلمه ایرلینډ لوبډلې سره د ۲۰۲۳ م کال د سوپر لیګ سیالیو درې پنځوس اوریزې لوبې په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي، افغان کرکټ ملي لوبډله تیره ورځ د دې سیالیو لپاره متحد عربي اماراتو ته لاړه د وروستیو معلوماتو پراساس ملي لوبډله به سبا خپل تمرینات په ابوظهبي کې ترسره کړي.


یاده دې وي چې د افغانستان په سکواډ کې شامل لوبغاړي محمد نبي عیسی خيل، راشد ارمان، او مجیب الرحمن، اوس مهال په بیګ باش سیالیو کې ښکیل دي، نبي او مجیب به د روانې میاشتې په ۱۳، او راشد خان ارمان به د راتلونکې میاشتې په ۱۷ نېټه د ملي لوبډلې سره په متحد عربي اماراتو کې یوځای شي، افغان لوبډله درې ورځي په متحد عربي اماراتو کې قرنطین کیږي او د هغې وورسته به خپل تمرینات پيل کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې