افغانستان کریکټ

ملي تلویزیون د افغانستان او ایرلینډ لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې د جنورۍ په ۲۱ مه، ۲۴ مه او ۲۶ مه په اماراتو کې ترسره شي چې افغان او ایرلینډۍ لوبډلې دواړه اماراتو ته رسیدلي دي، تر اوسه په دې اړه نیوکې او انتقادونه کیدل چې د ملي لوبډلې لوبې له تلویزیون نه خپریږي، یا یې کوم تلویزیون نه خپروي خو اوس تازه ملي سپورټ تلویزیون پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ددغو لوبو تائید کړي او ویلي یې د چې لوبې له ملي تلویزیون خپریږي.
ملي سپورت تلویزیون پر فسبوک پاڼه لیکلي ” ملي سپورټ ټلويزيون د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د دريو يو ورځنيو لوبو د خپراوي حقوق ترلاسه کړل، دغه لوبې د روانې جنورۍ پر ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه د عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کيږي.
افغان کریکټ بورډ تر اوسه په دې اړه رسمی کوم څه نه دي ویلي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې