دلوبغاړو په اړه

محمد نبي عیسی خیل له ملي لوبډلې د یوځای کیدو لپاره په لاره دی

د افغان لوبډلې مشهور الاونډر محمد نبي عیسی خیل چې په اسټرالیا هېواد کې د بیګ باش په لیګ کې په لوبو بوخت و اوس له ملي لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره اماراتو ته راروان دی، له محمد نبي سره یوځای د افغان لوبډلې دوه نور لوبغاړي راشد خان او مجیب ځدران هم بیګ باش لیګ کې دي دوی به هم ډېر ژر له لوبډلې سره یوځای شي.

خو الاونډر محمد نبي عیسی خیل اوس تازه پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي چې له ملي لوبډلې سره د یوځای کیدو لپاره په لاره کې دی او ډیر ژر به له لوبډلې سره یوځای شي، هغه خپل د پاسپورټ او ویزې عکسونه هم خپاره کړي دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې