دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ پر ځمکه د نړیوال کرکټ بیا پیل، جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته راځي، دوی د دې لوبو لپاره خپل سکواډ اعلان کړ

په پام کې ده چې جنوبي افریقا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو پیل د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې وکړي، دواړه لوبډلې به خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د کراچۍ پرنړیوال لوبغالي باندې ترسره کړي.


جنوبي افریقا به د کوینټن ډي کاک په لوبډلمشرۍ کې، ټیمبابو وما، اډن مارکرم، فاف ډوپلیسیس، ډین ایلګر، کاګیسو رباډا، ډیون پريټیوریس، کیشو مهراج، لونګي نیګيډي، راسي ون ډېر ډوسن، اینریچ نارټ جي، وین مولډر، لوټو سيمپلا، هینډریکس، کایل ویرین، سارل اروي، ایلیورو پيټرسن، تبریض شمسي، جورج لینډ، ډارین، او سارا بارتمن شامل لوبغاړي دي، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ مینوال او همداشان یې کرکټ بورډ ویاړي چې د نړۍ غوره لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره رابلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې