نړیوال کریکټ

د سوپر سمش سیالیو په اړه که معلومات نلرئ دلته یې ولولئ

سوپر سمش د نیوزیلینډ په کوربتوب شل اوریزې سیالۍ دي چې په نیوزیلنډ کې ترسره کیږي، ددې سیالیو شپاړلسم پړاو د ډسمبر په ۲۴ مه شروع شوی دی او د ۲۰۲۱ فبروري تر ۱۴ مې به دوام وکړي، دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون والې دي، اکولینډ، ویلینګ ټاون، نارترن ډیسټریکټ، سینټرل ډیسټریکټ، اوټاګو او سنټرل بوري هغه شپږ ټیمونه دي چې په دې سیالیو کې ګډون لري.

دې سیالیو کې تراوسه ۱۱ لوبې ترسره شوي او ۱۲ مه یې اوس د ویلینګ ټاون او نارترن ډیستریکت لوبډلو ترمنځ روانه ده، ویلینګ ټاون، سنټرل ډیسټریکټ، سنټرل بوري او اوټاګو تراوسه ددې سیالیو مخکښې لوبډلې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې