نړیوال کریکټ

د رضوان او محمد عثمان سلیزو ایرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

د ایرلینډ او اماراتو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پرون د جنورۍ په ۸ مه د ابوظبۍ په شیخ ذاهد سټډیوم کې پیل شوه، دې لوبه کې ایرلینډ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه د ټاکلو اورونو په لوبولو سره یې اماراتو لوبډلې ته د ۲۷۰ منډې هدف په مخکې کېښود د ایرلینډ لپاره په نننۍ لوبه کې پیلیز توپ وهوونکي پاول سترلینګ ښه لوبه وکړه په ۱۴۸ توپونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې، کپتان انډي بیلبرني په ۶۱ توپونو ۵۳، کارټیز کمپیر ۲۴، کیون اوبراین ۲۳ او ګیریټ ډیلاني ۲۱ منډې جوړې کړې.
د امارتو لپاره روحان مصطفی دوه، کاشف داود، احمد رضا او میاپان یوه یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کې اماراتو ښکلی پیل وکړ دوه لوبغاړو د اماراتو لوبډله بریا ته ورسوله رضوان په ۱۳۶ توپونو ۱۰۹ او محمد عثمان په ۱۰۷ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې د همدې سلیزو پر کټ امارات لوبډلې په ۴۹ اور کې په شپږو ویکټو ایرلینډ ته ماتې ورکړه

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې