افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د اسیا جام په اړه پوره معلومات دلته ولولئ، دا جام کله چیرته او دکوم هیواد په کوربتوب ترسره کیږي؟

د اسیایي هیوادونو د کرکټ جام د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه د سریلانکا په کوربتوب د شپږو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي، چې پکي به افغانستان، بنګله دیش، سریلانکا، هندوستان، پاکستان، او یوه د دوهمې درجې لوبډله د کوالیفایر راونډ وروسته دې جام ته لار پیدا کړي او بیا به د ګدون په موخه دې جام کې د سیالانو لوبډلو سره ولوبیږي.


دا سیالۍ د ایف ټي پي په سازمان کې پلان شوې چې شاید دا ځل پر خپل وخت ورته رسیده ګي وشي، یاده دې وي چې دا جام د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو وختو کې د پاکستان په کوربتوب ترسره کیده خو د کرونا د شدید والي له امله ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شو، سریلانکا او پاکستان سره په دې خبرو توافق وکړ چې دا ځل به دا اسیایي جام د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې