ولایتي سیالۍ

همت سلطان د دوهمې لوبډلې په توګه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د لغمان د چمپيېن ټرافي سیاليو په دوهمه نېمه پایلوبه کې همت سلطان لوبډلې Jcc لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د دوهمې لوبډلې په توګه يې پایلوبې ته لار ومونده، په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د Jcc لوبډلې وکړه، د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې د ملیار عادل د ۴۳ منډو په مټ يې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف په مخ کې کېښود.
په دوهم اننګز کې همت سلطان لوبډلې د شاهدالله عبدالرحیمزي د ۵۴ منډو په مټ يې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹ او کې تر لاسه کړ، او په پنځو ویکټو يې Jcc لوبډلې ته ماتې ورکړه، همت سلطان لوبډله دوهمه لوبډله شوه چې په چمپيېن ټرافي سیالیو کې پایلوبې ته لار پيدا کوي، له دې وړاندې شفاء انسټیټیوټ لوبډلې چهارباغ زلمیانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پيدا کړې وه.
یاده دې وي چې سبا سهار نهه نیمې بجې د یادو سیالیو په پایلوبه کې همت سلطان لوبډله د شفاء انسټیټیوټ په وړاندې د لوبې ډګر ته راځي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې