نړیوال کریکټ

سوراب ګنګولی وایي چې اوس بیخي ښه شوی یم

د هندوستان د بي سي سي ای مشر او د هند ملي لوبډلې پخوانی کپتان سوراب ګنګولي چې پنج شنبه له روغتون څخه رخصت شوی وایي چې نوموړی اوس بیخي ښه دی، هغه له صحي پرسونل او ډاکټرانو څخه مننه کړې چې دده یې ښه څارنه وکړه او دتداوي په برخه کې یې ورسره پوره هڅه کړې، ګنګولي خبریالانو ته ویلي چې دی چمتو دی چې الوتنه وکړي.
ګنګولي د ناروغۍ له امله پنځه ورځې په روغتون کې بستر و او اوس یې صحت ښه دی ډاکتران وایي چې نوموړی به په کور کې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي ترڅو یې صحت بیخي د ډاډ وړ شي، نوموړی د جنورۍ په دوهمه د سینې د ناروغۍ له امله بستر شوی و اوس ښه شوی دی

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې