لیګونه

د بیګ باش لیګ ۳۱ مه لوبه سیډني ټونډر په خپل نوم ثبت کړه

د استرالیا هېواد په بیګ باش لیګ کې نن په ۳۱ مه لوبه د سیډني ټونډر او هوبارټ هوریکانز ترمنځ ترسره شوه، نننۍ لوبه کې سیډني تونډر لومړی توپ وهنه وکړه ددې لوبډلې لپاره عثمان خواجه ۴۹، الیکس روز ۴۴، بین کټینګ ۳۱ او الیکس هالیس ۲۱ منډې جوړې کړې او د هوبارټ لوبډلې لپاره یې د ۱۶۸ منډو هدف په مخکې کېښود، خو د هوبارټ لپاره ارچي شارټ ۳ او سنډیپ لمیچن یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کې هوبارټ لوبډلې یاد هدف پوره نکړ پیټر ۳۰، بین ډیرموټ ۲۲، ارچي شارټ ۱۹ او ډیویډ ملن ۲۰ منډې جوړې کړې خو هدف یې ترلاسه نکړ د ۸ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبیلله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې