افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغانستان درې پنځوس اوریزې لوبې څومره مهمې دي، ایا کرکټ بورډ د دې سیالیو په اهمیت لوبډله اعلان کړې او د ایرلینډ ګواښ افغانستان ته څه دی؟

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۱، ۲۴، او ۲۶، نېټه درې پنځوس اوریزې لوبې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړي، افغانستان کرکټ بورډ ته دا سیالۍ د آی سي سي لخوا ورکول شوي چې د افغانستان په کوربتوب به په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي، دا سیالۍ خورا لوړ اهمیت لري ځکه افغان کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو په ګټلو سره ۳۰ نمرې ترلاسه کوي چې د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان په مخ کې تګ کې مهم رول لري، دې لوبو ته افغانستان خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړي چې پکې د اضغر افغان ترلوبډلې مشرۍ لاندې لوبې ترسره کړي، دا چې دا سیالۍ د افغانستان کرکټ لپاره څومره مهمې دي افغان کرکټ بورډ ورته غوره لوبډله نده اعلان کړي، ځکه افغانستان د اوپنر شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، سمیع شینواري، درویش رسولي، وفادار مومند، او ابراهیم ځدران، پڅير غوره لوبغاړو ته په لوبډله کې چانس ندی ورکړی.


بل پلو د ایرلینډي پاول سټرلینګ اخطار افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته دا دی چې د سیریز د ګټلو کوښښ به کوي او که په سیریز ګټلو کې بریالي نشي نو بیا به د یوې لوبې ګټل زمونږ لپاره وروستی کوښښ وي، یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله که په یوه سیالۍ کې هم وخوري نو په نړیواله درجه بندۍ کې به شا ته تګ وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې