نړیوال کریکټ

د اسټرالیا او هندوستان دریمه ټېسټ لوبه: استرالیا په لومړۍ ورځ ۱۶۶ منډې وکړې

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه نن پیل شوې چې اسټرالیا په لومړۍ ورځ د ۵۵ اورونو په لوبولو سره خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۶ منډې یې جوړې کړې، د دواړو ټیمونو ترمنځ نننۍ لوبه د باران له امله هم یو څه ځنډیډلې وه خو بیا هم اسټرالیا په لومړۍ توپ وهنه کې وشو کولای چې یادې منډې جوړې کړي

د استرالیا لپاره په نننۍ لوبه کې مارنوس لابوچین ۶۷، پوکوسکي ۶۲ او سټیو سمیټ ۳۱ د منډو په ترسره کولو یادې منډې جوړې کړې، د هند لپاره نودیپ سایني او محمد سراج یوه یوه ویکټه واخسته.
د یادونې ده چې د استرالیا او هندوستان ترمنځ د څلورو ټیسټ لوبو جملو څخه لومړۍ اسټرالیا او دوهمه هند ګټلې او دریمه یې د دواړو ټیمونو ترمنځ روانه ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې