نړیوال کریکټ

بیګ باش کې نن دوه لوبه ترسره کیږي

د بیګ باش لیګ په تجارتي سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کیږي له دې وړاندې په دې لیګ کې ۳۰ لوبې ترسره شوي دي خو ۳۱ مه او ۳۲ مه لوبه یې نن ترسره کیږي، لومړۍ لوبه د هوبارټ هوریکانز او سیډني ټونډر لوبډلو ترمنځ کیږي چې ۱۱:۴۰ دقیقې به پیل شي دغه دواړه د جدول مخکښې لوبډلې دي چې دواړو پنځه پنځه لوبې ګټلې دي ټونډر د ۱۹ نمرو په لرلو سره دوهم او هوریکانز د اتلس نمرو په درلودلو سره دریم مقام لري.

دوهمه لوبه بیا د بریسبڼ هیټ 《د مجیب اړوند لوبډله》 د میلبرون سټارز 《د ظاهر خان》 لوبډلې سره لوبه کوي چې دغو دواړو لوبډلو بیا یوازې درې درې لوبې ګټلي دي خو دومره مخکښې لوبډلې نه حسابیږي، نن د اسټرالیا هېواد هوا هم باراني ښکاري ځکه له دې وړاندې د اسټرالیا او هند ټیسټ لوبه هم د باران له امله ځنډیدلې ده

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې