لیګونه

بیګ باش لیګ: بریسبڼ هیټ لوبډلې په لس اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه

په بیګ باش لیګ کې نن دوه لوبې ترسره شوې لومړۍ لوبه سیډني تونډر او دوهمه د مجیب الرحمن اړوند لوبډلې بریسبڼ هیټ وګټله د هیټ لوبډلې او میلبرون سټارز ترمنځ لوبه د باران له وجې د ډي ایل میتود له مخې لسو اورونو ته راښکته شوه چې په ټاکلو لسو اورونو کې کریس لین ۴۸، مکس بریانټ ۳۱ او جوی بورنز ۲۲ منډې جوړې کړې چې د ډي ایل میتود له مخې یې د سټارز لپاره د ۱۲۹ منډو هدف په مخکې کېښود، دې لوبه کې د سټارز لپاره ادم زمپا دوه او ګلین مکسویل یوه ویکټه واخسته.

دوهم اننګز کې کې مارکوس سټونس ۳۴، نیک لارکین ۳۵، نیوکولاس پورن ۱۶ او انډریو فلیچر ۱۵ منډې جوړې کړې او یوازې ۱۱۰ منډې یې ترلاسه کړې خو هدف یې ترلاسه نکړ.
دې لوبه کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او لیویس د بریسبن لپاره یوه یوه او مارک سټیکټي درې ویکټې واخستې

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې