نړیوال کریکټ

ایرلینډ له افغانستان څخه مخکې له اماراتو سره لوبې لري

ایرلینډ له افغانستان څخه مخکې له عربي متحده اماراتو سره لوبلړۍ لري، ایرلینډ لوبډله چې اوس مهال په اماراتو کې ده او ټاکل شوې چې له افغان ملي لوبډلې سره به درې پنځوس اوریزې لوبې ولري، خو له افغان لوبډلې مخکې به دغه لوبډله له اماراتو سره څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې راتلونکې جمعه د جنورۍ په ۸ مه به پیل شي

ایرلینډ له اماراتو سره د جنورۍ په ۸ مه لومړۍ پنځوس اوریزه، د جنورۍ په لسمه دوهمه، په دولسمه دریمه او د جنورۍ په څوارلسمه به څلورمه یو ورځنۍ لوبه ولري چې له دې وروسته به بیا له افغانستان سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي.
افغان لوبډله هم ددغو سیالیو لپاره اماراتو ته رسیدلې ترڅو د لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې