دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

معین علی د سریلانکا پروړاندي لومړۍ ټیسټ لوبه له لاسه ورکړه

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستې تیز توپ وهونکې او ښې لاستې سلو توپ اچونکې معین علی د کرونا وایروس ټیسټ مثبت ختلی.

د علی د کرونا ټیسټ وروسته له هغه مثبت ختلی، چې انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د سریلانکا پروړاندي د دوو ټیسټ لوبو لپاره یاد هیواد ته سفر کړی.

معین علی اوس په سریلانکا هیواد کې د لسو ورځو لپاره قرنطین دي او انګلستان کرکټ بورډ وایې، چې هغه به د سریلانکا پروړاندي په لومړي ټیسټ لوبه کې هم ونه لوبيږي.

د انګلستان ټول لوبغاړي په د دریېم ځل لپاره راتلونکې پنج شنبه یو ځل بیا د کرونا ټیسټ ورکړي او بیا به په رسمي ډول تمرینات پیل کړی.

ټاکل شوي چې انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د سریلانکا ملې لوبډلې پروړاندي دوې ټیسټ لوبې په سریلانکا هیواد کې ترسره کړي.

د دې دوو هیوادونو ترمنځ به لومړي ټيسټ لوبه د همدې میاشتې له ۲۲مې نیټي څخه بیا تر ۲۶مې نیټي او دوهمه هغه یې بیا د فیبروری میاشتې له ۵مې نیټي څخه تر ۹ نیټي پوري ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې