ولایتي سیالۍ

شفاء انسټیټیوټ لوبډلې په چیمپيېن ټرافي سیالیو کې پایلوبې ته لار پيدا کړه

د لغمان د چمپیېن ټرافي سیالیو په نيمه پایلوبه کې شفاء انسټیټیوټ لوبډلې چهارباغ زلمیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته يې لار ومونده، په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه شفاء لوبډلې وکړه د اوو لوبغاړو په زیان يې په پوره ۲۵ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو ستر هدف په مخ کې کېښود، د شفاء لپاره په توپ وهنه کې عبدالخالق پشه يې ۶۰ ، جاوید رحیمي ۳۶ ، او توریا همت ۱۰۴ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې

په دوهم اننګز کې چهارباغ زلمي لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې يوازي ۱۸۲ منډې تر لاسه کړې او د ۸۵ منډو په توپير يې ماتې وخوړه، د شفاء لپاره عمران درې او شاداب خان څلور لوبغاړي وسوځول.
یاده دې وي چې د همدغو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې سبا نهه نيمې همت سلطان لوبډله د Jcc لوبډلې په وړاندې خپل بخت ازمايي

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې