دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب اختر : پاکستان کرکټ بالرانو تراوسه دومره شرمونکې توپ اچونه نه وه کړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک بالر شعیب اختر په خپلو وروستیو څرګندونو کې پاکستاني چټګ بالران وننګول نوموړي ویلي، د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چټک بالران دي په ټیسټ لوبه کې دومره ډېرې منډې ورکړي شعیب د عباس او شاهین شاه افریدي د منډو څخه کړۍ تاوه کړې او ورسره یې لیکلي چې دا د کرکټ په تاریخ کې د پاکستانۍ لوبډلې بد بالینګ دی، نوموړی زیاتوي توبه توبه د ټیسټ کرکټ فارمټ او دومره ډېرې منډې ورکول،،


یاده دې وي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې څخه په ټيسټ لوبو کې سختي ماتي وخوړلي چې پاکستاني کرکټ مبصرین او لوبغاړي یې سخت په غوصه کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې