لیګونه

د سږ کال بیګ باش لیګ مخکښې لوبډلې وپېژنئ

د استرالیا هېواد په بیګ باش لیګ کې اته لوبډلې شاملې دي چې هره یوه یې د ۲۰۲۱ کال د قهرمانۍ لپاره هڅه کوي خو دا چې څوک به د سږ کال بیګ باش قهرماني وګټي او اوس مهال مخکښې لوبډلې کومې دي دلته یې ولولئ.
اډلایډ سټرایکرز، بریسبڼ هیټ، هوبارټ هوریکانز، میلبرون رینیګارډز، میلبرون سټارز، پریټ سکارچرز، سیډني سکسزرس او سیډني تونډر هغه اته لوبډلې دي چې کورني او بهرني لوبغاړي په کې شامل دي؛ خو تر ټولو مخکې لوبډلې یې دادي.

لومړۍ مخکښه لوبډله يې سيډني سکسزر ده، چې د پنځه لوبو په ګټلو يوويشت(۲۱) پوېنټونه، دوهمه یې سيډني ټونډر ده، چې د پنځه لوبو په ګټلو سره نولس(۱۹) پوېنټونه، دريمه لوبډله يې هوبارټ هوريکانز ده، چې د پنځه لوبو په ګټلو اته لس(۱۸) پوېنټونه او څلورمه مخکښه لوبډله يې د اډلايډ سټرايکرز ده چې د څلورو لوبو په ګټلو اوولس(۱۷) پوېنټونه لري.
په دغه لوبو کې ترټولو بد بخته لوبډله د افغان لوبغاړي محمد نبي عيسی خيل اړوند ميلبورن رينيګارډز لوبډله ده چې په وروستي مقام کې ځای لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې