نړیوال کریکټ

د جنورۍ میاشت: د ویرات کوهلي او د هغه د میرمنې لپاره ښه خبر

انوشکا او د هغې مېړه ویرات کوهلي د هندوستان هغه مشهوره جوړه ده چې ډېر کله د زیاتو خلکو د خبرونو سرټکي وي، دې جوړې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشت کې به دوی یو ماشوم ولري، دادی اوس د جنورۍ میاشت رارسیدلې او ددوی لپاره ښه خبر ډیر رانږدې شوی دی، د کوهلي او د هغه د میرمنې په وینا شاید راتلوونکو څو ورځو کې ددوی ماشوم دنیا ته راشي.

کوهلي هم په اسټرالیا کې خپله لوبډله په نیمایي کې پریښوده او د خپل ماشوم د لیدو لپاره هندوستان ته ورغلی دی ترڅو له خپلې میرمنې انوشکا سره واوسي، کوهلي لومړی د هندوستان لپاره او بیا د ټولې نړۍ لپاره یو مشهور کریکټر دی او انوشکا بیا د بالییوډ یوه مشهوره ادا کاره ده چې دواړو په ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې واده کړی دی

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې