افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغانستان او ایرلینډ د لوبو کره نيټه په ډاګه شوه

په پام کې ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جنورۍ په ۲۱، ۲۴، او ۲۶ نېټه د ایرلینډ سره د سیالۍ ډګرته ښکته شي، دا لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحد عربي اماراتو کې د شیخ زاهد پر نړیوال لوبغالي ترسره کیږي.


افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون د دې سیالیو لپاره متحد عربي اماراتو ته سفر وکړ چې هلته به د ۱۴ ورځني قرنطین وروسته بیرته خپلو تمریناتو ته راوګرځي، یاده دې وي چې افغان کرکټ بورډ او د ایف ټي پي په سازمان کې دا لوبې مخکې د جنورۍ په ۱۹، ۲۱، او ۲۳ نېټه پلان شوی وي چې د یو لړ مشکلات د وجې افغانستان کرکټ بورډ دې لوبو ته ټاکل مهالویش بدل کړ، لاتراوسه نده روښانه شوې چې دا سیالۍ به د کوم تلویزون څخه نندراه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې